سیاست

جمهور رئیس غني له استرالیایي څېړونکو او افغان متخصصینو سره وکتل

کابل_باختر د وري د مياشتې١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر له استرالیایي څېړونکو او افغان متخصصینو سره په ګډه ناسته کې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د وصل او ښو اړیکو لرلو د ښېګڼو او موثرو لارو چارو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې پلازمېنه کنبرا کې د جمهور رئیس په استوګنځای کې ترسره شوه ګډونوالو د لویو لارو، اورګاډي کرښې، برېښنا، ګازو، نوري فایبر او هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د وصلولو په اړه بحث وکړ او دا یې د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ګټور وباله.
جمهور رئیس غني وویل، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د وصلولو له لارې د افغانستان، سیمې او نړۍ د هېوادونو اقتصادي همکارۍ زیاتېږي، سوداګري ورسره وده کوي او همدارنګه د اړیکو او مناسباتو پیاوړتیا او د ثبات د تامین په برخه کې هم پام وړ رول لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، افغانستان په وروستیو دوه کلونو کې د اسیا په نه جلاکېدونکې برخه بدل شوی او له دغې لارې افغانستان نه یوازې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي، بلکې تر څنګ یې اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم لاسرسی او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اسانه کوي.
محمد اشرف غني وویل، افغانستان د اسیا د څلور لارې په توګه د ۱۵ زره مېګاواټه برېښنا د لېږد ظرفیت لري او له دغې لارې د جنوبي اسیا د هېوادونو د اړتیا وړ برېښنا او انرژۍ په اسانه تامېندلی شي، چې له امله یې افغانستان هم پام وړ عاید ترلاسه کولی او هم خپلو خلکو ته کاري زمینې برابرولی شي.
د دغه بحث ګډونوالو د لویو لارو، اورګاډي کرښې، برېښنا، نوري فایبر او هوایي دهلېز له لارې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې د خصوصي سکتور ونډه، او د واضح پلان او پالیسۍ لرل ګټور وبلل.
هغوی د اقتصادي همکاریو او لویو پروژو د پلان او تطبیق په برخه کې د جمهور رئیس غني هڅې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه، د سیمې د هېوادونو اقتصادي همکارۍ او ښه مناسبات د سیمې پر اقتصادي وده سربېره د ثبات او امنیت د تامین لپاره هم ګټور دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته