کابل باختر دمرغومي يوولسمه :
سلو تنو ځوانانو پرون په زابل کې دحرفوي زده کړو له کورسونو څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دغو ځوانانو چې شل تنه يې نجونې دي دکمپيوتر ، خياطۍ ، بريښنا او دنلونو د غځولو لارې چارې زده کړې دي .
په دغو کسانو دفراغت دسندونو دويشلو په غونډه کې دزابل والي خيال محمد حسيني وويل چې دکار ، ټولنيزو چارو شهيدانواو معلولينو وزارت په همدې موخه څلور مليونه او دوه سوه زره افغانۍ بيلې کړې دي چې زابلي ځوانان دبريښنا ، کمپيوتر ، خياطۍ او دنلونو دغځولو لارې چارې زدکړې دي .
په دغو فارغانو دفراغت دسندونو تر څنګ له اړوندو کسبونو سره سم کاري وسايل هم وويشل شول .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ