ټولنه

دګرځنده پلورونکو دتنظيمولو اودترافيکي ګڼه ګونې دکمښت په مقصد غونډه جوړه شوه .

-کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر:
کابل ښاروالۍ  دګرځنده پلورونکو دتنظيمولو اودترافيکي ګڼه ګونې دکمښت په خاطر دحمايتي پروګرامونو دعملي کولو په مقصد تدابيري غونډه جوړه کړه.
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه غونډه دکابل ښاروال  محمد داود سلطانزوى ، دکابل ولايت دامنيې قوماندان جنرال امان الله واحدي ،  دناحيو درييسانو او دکابل  دترافيکو  دلوى مدير خان محمد شينواري په ګډون جوړه شوه .
په دې غونډه کې دښاري چارو او په تېره بيا دګرځنده پلورونکو دتنظيمولو ، له خنډونو څخه دپليو لارو او واټونو دپاکولو او دترافيکي ګڼه ګونې دکمښت دنورو پروګرامونو دعملي کولو په مقصد دملاتړيزو پروګرامونو دچارو دمديريت دهمغږى  او همکارى  دجوړښت  دپياوړتيا په باب خبرې وشوې .
  کابل ښاروال  دکابل ښار د ګڼه ګونې  دکمښت په لاره کې  دپرتو چلنجونو په اړوند وويل  چې په کابل ښار کې دګڼه ګونې  يو دليل دګرځنده پلورونکو شتون  ، دپليو لارو تړلوالى  ، او دترافيکي بهير  دښه ساتلو لپاره  داغيزمن پروګرام نشتوالي  دى .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته