کابل باختر د مرغومي څوارلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان چې د قندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې يې د ډار اچوونکو د رهبري مسووليت په غاړه درلود؛ نن د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې دغه قوماندان د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د نجم الدين په ساحه کې د پوليسو له ځواکونوسره په نښته کې له يو تن همکار سره يې وژل شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ