سیاست

د بهرنيو چارو وزير د ګرجستان د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن د ګرجستان جمهوريت د صدراعظم له مرستيال او د بهرنيو چارو له وزير جيورجي کويري کاشويلي سره د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د اويايمې غونډې ترڅنګ وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د لارجوردو د لارې د پنځه اړخيزې موافقه ليک د لومړۍ مسودې په باب د خبرو لپاره دتخنيکي کاري ډلې دغونډې دکوربه توب او دغه راز د افغانستان امنيتي او دفاعي ملي ځواکونو ته د سلامشورې او روزنې لپاره دغوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ او دامنيت دتامينولو لپاره دآيساف په چوکاټ کې د ګرجستان جمهوريت دځواکونو دشتون له امله له دغه هيواد څخه مننه وکړه .
وروسته دګرجستان جمهوريت د صدراعظم مرستيال او د بهرنيو چارو وزير د اقتصادي همکاريو د پراختيا د سيمې د پيوستون په لاره کې د افغانستان د حکومت هلې ځلې ګټورې او ارزښتناکې وبللې او په دې برخوکې له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د خپل هيواد په ژمنې په باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته