امنیت

نهه ديرش داعشيان په ننګرهار ووژل شول.

کابل – باختر د وري دمياشتې ١٨
نهه ديرش تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. چې په دغو عملياتو کې د تروريستانو د ځپلو په مقصد دهوايي ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ولايت د نازيانو کوټ او اچين د ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول .
د داعش دتروريستي ډلې نهه ديرش غړي ووژل شول چې په وژل شويو کسانو کې دقاري يوسف په نامه دهغوى يو قوماندان هم شامل دى.
يوه اړوند خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې د داعش پنځلس تنه غړي ټپيان شوي چې ملابزرګ هم په ټپيانو کې شامل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته