قندهار باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
نهه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د نويونښتو له امله ووژل شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې د پوځيانو په يوې ډلې بريد وکړي .
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: طالبانو په پوځيانوله بريدمخکې د پوځيانو له خوا ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
پوځي مقامات وايي چې د دغې نښتې په پاى کې د طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل