ټولنه

په پاکستان کې له ٤٨٢ زرو څخه زیات د بې اسنادو کډوالو نومونه ثبت شوي دي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥مه
په پاکستان کې دافغان کډوالو دثبت او راجستريشن پروګرام د روان کال د زمري دمياشتې ۲۵مې نېټې څخه د لندۍ دمياشتې تر۱۲پورې ۴۸۲۱۰۴  تنه د دغه پروګرام له لارې ثبت او راجستر شوي.
د روان عیسوي کال د اګسټ په میاشت کې په پاکستان کې د اوسیدنې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تراوسه ۴۸۲۱۰۴ څخه د زیاتو د غیر نا راجستر افغانانو نومونه ثبت شوي دي او په پاکستان کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو نوم لیکنه د یوویشت ټیمونو له خوا پرمخ وړل کیږي.
په پاکستان کې د اوسیدنې د اسنادو پرته د افغانانو د نوم لیکنې د بهیر له پیل څخه تراوسه د نوم لیکنې په ۲۱ مرکزونو کې ۴۸۲۱۰۴  تنو نومونه ثبت  شوي دي. په دې ډله کې(۱۹۶۳۴۱) تنه یې سړي، (۱۶۹۶۸۶) تنه یې ښځې او(۱۱۶۰۷۷) یې ماشومان دي ".
د پاکستان حکومت د افغانستان له حکومت سره په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته د میشتو افغانانو د نوم لیکنې یوه شپږ میاشتنې لړۍ پیل کړه چې د راتلونکي ميلادي کال په لومړیو کې به بشپړه شي.
همدارنګه د افغانستان له حکومت څخه ۲۷ ملکي کارکونکي د زمري د میاشتی په ۲۲ مه نیټه د نوموړې پروسې د تطبیقولو په منظور پاکستان ته راستون شو او اوس په ۲۱ مرکزونو کې د پاکستان د سفران وزارت، د نادرا ( د پاکستان دنفوسو د ثبت اداره ) سره په همغږي کار کوي .#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته