امنیت

د اردو لس تنه سرتيري په يوه توطيه کې شهيدان شول

کابل – باختر باختر د ليندۍ دمياشتې ١٤
د ملي اردو ١٠ تنه سرتيري تېره شپه په بادغيس ولايت کې د خپلو دوو تنو ملګرو په يوه توطيه کې شهيدان شول.
دغه پيښه د بالامرغاب په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د اردو دوو تنو منسوبينو د طالبانو په همکارۍ په يوه امنيتي پوسته کې خپل ملګري په ډزو سره شهيدان کړل.
د رپوټونو له مخې: د دغې امنيتي پوستې مسوول د يو بل پوځي په ګډون د طالبانو د ډلې افراد وو او تېره شپه ناوخته د دغې تروريستي ډلې د څو تنو نورو غړو په ګډون خپل ملګري په داسې حال کې چې ويده وو؛ په ډزو سره شهيدان کړل.
د بادغيس ولايت يوه سيمه ييز مسوول چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې تروريستي توطيه کې د اردو ١٠ تنه منسوبين شهيدان شول.
ويل کيږي؛ په دې پيښه کې يو وسله وال طالب هم وژل شوى دى.
د دغه سيمه ييز مسوول د څرګندونو له مخې: طالبانو له دغې پيښې وروسته د دغې پوستې ټول پوځي تجهيزات له ځان سره وړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته