سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د بریتانیا د دفاع له وزیر سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٨ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په سیمه يیز وخت نن له غرمې مخکې د لندن په ښارکې په خپل استوګنځي کې د بریتانیا د دفاع له وزیرفیلیپ هاموند سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې د بریتانیا د دفاع وزیر وویل چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د ناټو سازمان په چوکاټ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ده، وویل: که په افغانستان کې ثبات وي؛ نو سیمه به هم په ثبات کې وي او د سیمې هېوادونه به په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېوال وي.
فیلیپ هاموند څرګنده کړه چې د افغانستان امنیتي ځواکونو، اردو او پولیسو دواړو له توقع څخه زیات د خپل هېواد د امنیت د ټینګښت په برخه کې له ځان څخه ډیره ښه وړتیا ښودلې ده.
د بریتانیا د دفاع وزیر د افغانستان د ملي اردو د افسرانو د روزنې د هغې اکاډمۍ د کار د پرمختګ په اړه چې د هغې د جوړیدو تفاهم لیک تېر کال کابل ته د دیوید کامرون د سفر پرمهال د ده او د افغانستان د جمهوررئیس حامد کرزي ترمنځ لاسلیک شو، وویل چې دغه اکاډمي به تر راتلونکو څو اوونیو پورې خپل تعلیمي کال په رسمي ډول پیل کړي او د دغې اکاډمۍ ساختماني چارې به تر یو کال پورې بشپړې شي.
په دې کتنه کې د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي موافقه لیک په اړه خبرې وکړې، وې ویل چې د دغه سند پر مهمو مسئلو باندې د افغانستان او امریکا لوري موافقې ته رسیدلي دي، خو په دې اړه به وروستۍ پریکړه د افغانستان د خلکو لویه جرګه کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته