کابل باخترد وږي ۲۸
د طالبانویومشهور قوماندان چې څه موده مخکې په جوزجان کې ټپي شوی و،پرون د پاکستان په روغتون کې مړشو.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختراژانس ته وویل چې د جوزجان د خم اب ولسوالۍ لپاره د طالبانولوی قوماندان په اسدالله مشهورقاري عبدالله چې څه موده مخکې د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ټپي شوی و پرون په پاکستان که د آی ، اس آی پورې اړوند په یو روغتون کې مړشو.
قاري عبدالله د جوزجان ولایت د خم آب او اقچې په ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو يوډېرظالم قوماندان و. ختم ع
2 د یوې دقیقې څخه لږ