امنیت

په بدخشان کې دطالبانو له خواپه ډزو سره ددوو پوځي خويندو وژل کيدل

فيض آبا باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
وسله وال  طالبانوپه  بدخشان ولايت کې  دوه پوځي خويندې په ډزو سره  ووژلې .
دغه دوه خويندې   د اختر مبارکۍ لپاره له خپلو خپلوانو سره   دارګو ولسوالۍ دسپين ګل درې هغه ځاى ته چې اوس دوسله والوطالبانو  د ډلې په  اداره کې ده  تللې وې  چې په پاى کې وپيژندلې شوې اودسيمې دلسګونو تنو اوسيدونکودسترګو په وړاندې په ډزو سره ووژلې شوې.
قربانيانو  په ترکيه کې  پوځي زده کړې کړې وې  او دبدخشان په نظارت خانه او ددغه ولايت  د امنيې قوماندانۍ په اداري څانګه کې يې دپوځي افسرانوپه توګه  کار کاوه.
د رارسيدلو خبرونوله مخې دغه  دوه پوځي خويندې په فيِض آباد ښارکې له خپل کور څخه لومړۍ دخاص ولسوالۍ  ته او له هغه ځاى څخه دخپلې مور دټينګار له مخې  دارګو ولسوالۍ دسپين ګل درې ، هغه ځاى ته چې دطالبانو دډلې په اداره کې ده تللې .
ويل کيږي  دغو دوو خويندو فکر کاوه  چې دوسله والو  طالبانو له خوا به ونه پيژندلې شي  خوپه پاى کې  دهغه څه له مخې  چې يرغلګرو ته ديوه سړي  رپوټ  ورکول بلل کيږي  هويت يې په ډاګه کيږي اوپه ډزو سره وژلې کيږي .،
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر امام علي عزيزي  باخترآژانس ته وويل چې يرغلګرو  ددغو دوو خويندو  مور او کوچنى ورور  خوشي کړل او دوى يې دسيمې  دلسګونو تنو اوسيدونکو دسترګو په وړاندې په ډزو سره ووژلې .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې ددغو دوو وژلو شويو پوځي خويندو مړي خپلوانو ته يې نه دي سپارلي .
ښاغلى عزيزي وايي دوى هلې ځلې  کوي چې ددغو دوو  وژلو شويو پوځي خويندو  مړي له طالبانو څخه ترلاسه کړي.
وسله والوطالبانو تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څه نه دي ويلي .
په همدې حال کې دبدخشان دولايتي شورا رئيس عبدالله ناجي وايي چې دغه دوه پوځي خويندې له ٢٠ کلنۍ څخه  تر  ٢٢کلنۍ پورې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته