خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د ارجالخېلو سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل / د غوايي ۶ مه / باختر

د ګردېز ښاروالۍ له خپلې بودجې د ګردېز ښار ماسټر پلان له مخې، د نویو(سبزي منډۍ او ارجالخېلو)سړکونو په پاخه او اساسي ډول جوړولو چارې پیل کړې.

د ګردېز ښاروال مولوي شریف الله “الهام”  وویل، چې یاده پروژه خلکو ته د اسانتېاوو برابرولو او د ګردېز ښار پراختېا په موخه پیل شوې ده.

د هغه په خبره، چې یاد سړک څلور سوه شل(۴۲۰) متره اوږدوالۍ او پنځلس(۱۵)متره پلنوالۍ لري، چې په اساسي ډول به ورغول شي.

نوموړي وویل، چې پر یاده پروژه لس میلیونه اووه سوه څلور نوي زره شپږ سوه(۱۰۷۹۴۶۰۰) افغانۍ لګښت راځي، چې چارې به یې په خورا ښه کیفیت او اساسي ډول تر سره شي.

په همدې حال کې د پکتیا والي مولوي محمد علي جان(احمد) وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه پلان لري، چې هیوادوالو ته په هره برخه کې خورا اغېزمنې چارې تر سره او ښاري خدمات پیاوړي کړي، چې په نږدې ورځو کې به ورته نور ګامونه هم تر سره شي.

د یادونې وړ ده، چې په دې سره به د ښاریانو لپاره د ښاري خدماتو وړاندې کولو په برخه کې هر ډول سهولت رامنځ ته او د ښار پرمختیا او پراختیا ترڅنګ به له دې سره د ښار بڼه بدله او هم پاکه شي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته