امنیت

په نويو نښتوکې وسله والوطالبانوته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ١١ :
په قندهار ولايت کې  د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ نويو نښتو کې ٢٥ تنه يرغلګر طالبان ووژل شول او ٤٥ تنه نور يې ټپيان شول .
د وسله والو طالبانو د ډلې ٦ تنه سيمه ييز قوماندانان هم د دغې نښتې په وژل شويو کسانو او ټپيانوکې شامل دي.
جګړې هغه وخت د غورک ولسوالۍ بازارته څېرمه ونښتې چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو په پوځيانو  بريدونه وکړل.
خبرځاى وويل چې وسله وال طالبان د سر د زيان له  زغملو وروسته وتښتيدل.
په خبرکې ويل شوي دي  چې د دغو عملياتو په بهېرکې دوه تنه ملکي وګړي  د يرغلګرو د ډزو له امله شهيدان شوي او يوبل ملکي وګړى او د پوليسو دوه تنه مامورين ټپيان شوي دي.
دغه راز  ويل کيږي؛ د دغو عملياتو په بهيرکې  درې ستر کلي د تروريستي ډلو په تېره بيا د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته