کابل باختر د سلواغې نهمه :
دنشه يي توکو يوه ډيپو پرون په نيمروز ولايت کې کشف شوه .
پوليس وايي چې په دغې ډيپو کې نږدې اتلس کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي .
دغه ډيپو دکنګ ولسوالۍ د درويشک دکلي په يوه کنډاواله کې ترلاسه شوې ده . دنيمروز ولايت دکنګ ولسوال جمعه خان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې ډيپو کې اتلس کيلو ګرامه اپين ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي چې ددغو نشه يي توکو دساتنې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو پوليس وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ