سیاست

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون: تر اوسه د راى ورکونکو شمېر څه دپاسه دوه ميليونو ۱۰۰ زرو تنو ته رسيدلى دى

کابل/ د تلې ۸ مه/باختر
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسوولينو تېرماښام اعلام وکړ چې د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د رای ورکولو په ۳زره ۷۳۶ مرکزونوکې، دوه ميليونو ۱۹۶ زره ۴۳۶ کسانو خپلې رایې کارولې دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د مسوولينو د څرګندونوله مخې: د ۷۸۶ مرکزونو رايې په کابل کې مرکزي دفتر ته د رسېدو په حال کې دي او په اعلام شوې شمېرنو کې ښایي بدلون رامنځته شي.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د دغه بنسټ مسوولينو څرګنده کړه چې تر اوسه له ۲۳۴ نورو مرکزونو څخه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په داسې حال کې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په هېواد کې د جمهوري رياست د انتخاباتو په ورځ د راى ورکولو لپاره ۵ زره  ٣٧٣ مرکزونه مشخص کړي وو؛ خو د دوى د څرګندونو له مخې٦١٧مرکزونه یې د امنيتي ګواښونو او چلنجونو له امله تړلي وو.
په همدې حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي باختر آژانس ته وويل: هڅې دوام لري چې نن ناوخته د ټولو ولايتونو رايې اعلام شي.
د هغه د څرګندونو له مخې: د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون په مرکزي زېرمه کې له ټولو دستګاوو څخه د بايومتريک دستګاه ته د اطلاعاتو د پایلو د فورمو د لېږدونې بهير دوام لري او دغه راز تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې ټول حساس او ناحساس انتخاباتي توکي د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مرکزي دفتر ته لېږدول کېږي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له مهال وېش سره سم، ټاکل شوې ده د جمهوري رياست انتخاباتو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستۍ پايلې د لړم په ۱۶مه اعلام شي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته