فرهنګ

د ځوانانو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢١

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د پيغام په لوستلو سره نن د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په کابل کې جوړ شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير له خوا پيل شوه.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :

په دې غونډه کې پخواني جمهور رييس حامدکرزي، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو او رييسانو، د ملي شورا يو شمېر وکيلانو، دولتي مسوولينو او ځوانانو او د ځوانانو د بېلابېلو بنسټونو استازو او مسوولينو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د خپرونو چارو د معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي له خوا ولوستل شو.

په پيغام کې د دې ترڅنګ چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله د افغانستان ټولو خلکو او په تېره بيا ځوانانو ته مبارکي ويل شوې ده؛ څرګنده شوې ده: ((ځوانان په دې ترڅ کې چې د ټولنې انرژي ده؛ د ژوندانه د ډيرې ښې دورې يادونه هم ده. بېځايه نه ده چې نړيوال په ١٩٩٩ميلادي کال کې د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي ټولنې په کلنۍ غونډه کې يوه ورځ دځوانانو دنړيوالې ورځې په نامه نوموله.))

په پيغام کې ويل شوي دي: ((زموږ په هېوادکې، ځوانان غوڅ اکثريت دى. ځوانان د ټولنې هماغه قشر دى چې د هېواد راتلوونکې په هغوى پورې اړه لري او کولاى شي د هېواد په پرمختګ او انکشاف کې رغنده رول ولوبوي.))

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني هم په خبروکې په ټولنه کې د ځوانانو رول ارزښتناک وباله او د ځوانانو د لارې پرسر يو لړر ستونزې بيان کړې او څرګنده يې کړه: د هيواد ځوانانو په ناڅيزو امکاناتو سره سره د نورو هيوادونو د ځوانانو په پرتله په ټولو برخو او په تېره بيا په ورزشي، علمي او فرهنګي برخوکې ښه ځليدلي دي او ښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: له ناخوالو او له سختو شراطيو سره سره ځوانان بايد هيله له لاسه ورنه کړي او په يو والي او پيوستون سره د خپل هيواد او ځان د پرمختګ او سوکالۍ په خاطر کار وکړي.

په دې غونډه کې د هيواد پخواني جمهور رييس حامدکرزي هم خبرې وکړې او د ځوانانو د نړيوالې ورځې له امله يې د هيواد ټولو ځوانانو ته مبارکي وويله او د هېواد په بېلابېلو چاروکې يې د ځوانانو رول اغيزمن وباله.

پخواني جمهور رييس ټينګار وکړ چې ځوانان د علم او پوهې په زده کړې سره کولاى شي ټولنه د پرمختګ او ترقۍ په لور سوق کړي.

ده له ځوانانو څخه وغوښتل له هرې څانګې سره چې علاقمندي لري؛ په هماغه څانګه کې زياتې زده کړې وکړي او له دې لارې د افغانستان لپاره کار وکړي او هيواد ښو راتلوونکو ته ورسوي.

حامدکرزي په هيواد او په تېره بيا د کابل ښار د وروستيو شهيدانو او د مصيبت ځپلوکورنيو يادونه وکړه او له ملي سوداګرو او پانګه والوڅخه يې وغوښتل چې د دغو پيښو له مصيبت ځپلو سره مرسته وکړي.

دغه راز پخواني جمهور رييس د پاکستان د حکومت په وړاندې د هيواد د جمهور رييس او د اجراييه رييس د دريځ ملاتړ وکړ.

په دې غونډه کې د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمدضيا مسعود هم وينا وکړه او ويې ويل چې ځوانان د هيواد ستر قشر، متحرک ځواک او د هيواد او خلکو د نن او سبا هيلې دي او هيله يې څرګنده کړه چې ځوانان وکولاى شي د هيواد د پرمختګ او سوکالۍ او روښانه راتلوونکې په خاطر نوې پاڼې پرانيزي.

ده زياته کړه: د ځوانانو يو مسووليت له تعصب سره مبارزه ده. پوه ځوانان کولاى شي د ټولنې ستونزې تشخيصې او له ستونزو څخه د وتلو لپاره د حل معقولې لارې تدارک کړي .

دغه راز په دې غونډه کې د هيواد د لومړۍ ميرمنې پيغام د لومړۍ ميرمنې د استازې انيتا حيدري او د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ځوانانو په چارو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي د حانګړي استازي پيغام هم ولوستل شو.

دغه راز د اجراييه رياست د دويم مرستيال له دفتر څخه ډاکتر سردارمحمد رحيمي او د پکتيا ولايت د ځوانانو په استازيتوب شکريې د ټولنې په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو د ځواکمنتياوو د ارزښت او استفادې په باب خبرې وکړې او ځوان شاعر بهير ناصري يو شعر چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت يې ويلى و؛ ولوست.

د ځوانانو د چارو معين ډاکترکمال سادات د ځوانانو د چارو د معينيت د کارونو او فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: په وروستۍ يوه مياشت کې د لوړو زده کړو له ٢٦ موسسو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک شوي دي چې د هغه له مخې په سلوکې له ٢٠ څخه تر ٥٠ پورې د تحفيف په پام کې نيولو سره څه د پاسه ١٠ زرو تنو ځوانانو ته د زده کړې زمينې برابرې شوې او ټينګار يې وکړ چې د ځوانانو معينيت د ځوانانو په خدمت کې دى او د هيواد ځوانانو ته د زده کړې او ودې د زمينو د برابرولو په لاره کې کارکوي.

د غونډې په پاى کې يو شمېر غوره او مستحقو ځوانانو ته د مسوولينو له خوا تقدير لوحې ورکړ شوې.

دغه راز د يو شمېر وزارتونو او د اړوندو  بنسټونو مسوولينو د ځوانانو په مقابل کې د خپلو اړوندو ارګانونو د پروګرامونو، د ځوانانو په وړاندې د پرتو ستونزو او له ستونزو څخه د وتلو د لارو چارو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته