– کابل د کب ٢٢ مه باختر
د هرات پولیسو د نشه يي توکو څلور قاچاق وړونکي ونیول.
دغو قاچاق وړونکو غوښتل چې د هرات له هوايي ډګر څخه هندوستان ته هېرويين قاچاق کړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد باخترآژانس ته وویل چې د هرات د نړیوال هوايي ډګر امنیتي منسوبینو دغه څلور قاچاق وړونکي الوتکو ته له رسېدومخکې ونیول.
له څېړنواو روغتیايي عملیاتو وروسته د نشه يي توکو۳۰۸ کوچني انډي د دغوقاچاق وړونکو له ګېډوڅخه ایستل شوي دي.
ختم ع
1 د یوې دقیقې څخه لږ