تهران ايرنا باختردزمري دمياشتې ٢٠ :
د حماس د فلسطيني ډلې د اسلامي مقاومت غورځنګ د غزې په تړانګه کې له نوي اوربند او دخبرو له بيا پيل کولوسره موافقه وکړه اوپه همدې حال کې يې اعلام وکړ چې هر راز هميشنى اوربند بايد د غزې دکلابندۍ له لغوه کولو سره جوخت وي.
باخترآ ژانس د ايرنا دخبري آژانس له خولې خبر راکړ :
دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو نوى اوربند منلى دى او ويلي يې دي: که چيرې اوربند دوام ومومي؛ اسرائيلي مرکچيان نن د دوشنبې په ورځ د مصر پايتخت قاهرې ته ستنيږي.
له بلې خوا د مصر دولتي ټلويزيون هم ديو فلسطيني خبرځاى له خولې وويل چې فلسطيني ډلو پرون په غزه کې له نوى ٢٤ ساعته اوربند سره موافقه کړې ده.
د مصر د بهرنيو چارو وزارت پخوا په يوه وينا کې اعلام کړى و چې مصر له اسرائيلو اوفلسطينيانو څخه غوښتي دي چې دتيرې شپې له ٩ بجو څخه دې په غزه کې د٧٢ ساعته نوى اوربند له اجرا کولوسره موافقه وکړي چې دسولې دخبرو د بياپيلولو لپاره زمينه برابره شي .
اسرائيلو د تيرې جمعې په ورځ په غزه کې د ٧٢ ساعته اوربند په پاى ته رسيدو سره خپل مرکچيان له مصر څخه وغوښتل .
دغزې دبې دفاع خلکو پرخلاف داسرائيلو په وروستي يرغل کې څه ناڅه دوه زره تنه فلسطينيان شهيدان او په زرګونو تنه نور ټپيان او بيځايه شوي دي.
اسرائيلو د روان کال دچنګاښ دمياشتې په ١٧ نيټه دسه شنبې په ورځ دغزې پرخلاف هوايي بريدونه پيل کړل.
دغزې تړانګه د څلويښتوکيلومترو په اوږدوالي او دلسو په کيلومترو په سور دمديترانې دسمندرګي ترڅنګ پرته ده او له مصر او اسرائيلو سره ګډه پوله لري .
په دې سيمه کې يومليونو اووه سوه زره تنه ژوند کوي.
0 1 دقیقه لوستل