امنیت

داروپا اتحاديه به دپخوا په شان دملي پوليسو متحده وى.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
داروپا اتحاديې له افغانستان سره خپلې نوې مرستې اعلام کړې.
له ملي پوليسو سره به سياسي او مالي ملاتړ ددغو مرستو يوه برخه وي.
له ملي پوليسو سره د دايمي ملاتړ اعلام بروکسل ته دافغانستان دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد دسفر او داروپا داتحاديې له مقاماتو سره دليده کاته په بهير کې شوى دى.
دکورنيو چارو په وزارت کې مقامات وايي چې داروپا داتحاديې مقر ته دکورنيو چارو دوزير دسفر نتيجه دا ده چې دکورنيو چارو له وزارت سره به ددغې اتحاديې همکاري دوام ومومي او دغه راز دافغانستان له پوليسو لپاره د اروپا اتحاديې سياسي او مالي ملاتړ او ددغې اتحاديې دغړو له ملاتړ څخه ګټه واخلي چې په دې کتنه کې داروپا داتحاديې دپوليسو دماهرانو له خوا دافغانستان ملي پوليسو ته دمشورې ورکولو مسئله او دغه راز دافغانستان ملي پوليسو دبنسټونو دجوړښت دانکشاف لپاره دخبرو په محور کې و.
داروپا داتحاديې ټولو غړو يو ځل بيا ژمنه وکړه چې دملي پوليسو دځواکونو ملاتړ کوي چې دافغانستان پوليس وکولاى شي دنشه يي توکو له قاچاق وړونکو ،له سازمان موندلو جرمونو او دانسان قاچاقو سره دمبآرزې لپاره په زياتې ځواکمنۍ سره عمل وکړي .
دکورنيو چارو په وزارت کې مقاماتو دغه راز ويلي دي چې داروپا داتحاديې غړو چې په افغانستان کې دملي پوليسو ملاتړ کوي او نه پريږدي چې افغانستان دتروريزم په اصلي ځالو بدل شي او بيا هم دافغانستان خلک دتروريستي ډلو قربانى شي.
دغه راز داروپا اتحاديې مقاماتو دافغانستان دکورنيو چارو له وزير سره په کتنه کې دافغانستان له پوليسو سره دمالي او سياسي همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته