امنیت

دکورنیوچارووزارت د سرحدی پولیسولوی قوماندان پاسوال ګل نبی احمدزی د پکتیا اوخوست ولایتونو د سرحدی پولیسوله کنډکونوڅخه لیدنه وکړه

کابل  باختردلړم دمياشتې ٢٥
دکورنیوچارووزارت د سرحدی پولیسولوی قوماندان پاسوال ګل نبی احمدزی د پکتیا اوخوست ولایتونو د سرحدی پولیسوله کنډکونوڅخه لیدنه وکړه.په دغه کتنه کې دسرحدی پولیسو لوی قوماندان د پکتیا ولایت د دوهم سرحدی زون اړوند د پکتیکا ولایت د وازی خواه ولسوالۍ ، (۷) م سرحدی کنډک او د خوست ولایت د بړی تهاڼی د څلورم سرحدی کندک له منسوبانو او په سیمه کی د میشت قومی مشرانواوسپینږیروسره کتنه وکړه . د کتې پرمهال دسرحدی پولیسو لوی قوماندان وویل: داچی د سرحدی پولو ساتنه او په سرحدی سیموکی د امنیت ټینګښت د ټولو سرحدی پولیسو او په سیمه کی د میشتو میړنیو قومونو او ځوانانو ایمانی او وجدانی دنده ده نو مونږ او تاسی باید ددندې د لاښه ترسره کولو په موخه له خپلو ټولو شته امکاناتو او تجهیزاتوڅخه په پوره ؛ګټې اخیستنې سره باید په دې وتوانیږوچې دپرمختګ په پړاونوکی لا نوروچت ګامونه پورته کړوترڅوخپلونورومثبتو پایلوته ورسیږواو له خپلوسرحدی پولوڅخه په بشپړه توګه ساتنه وکړو. همداډول په دغه کتنه کی د وازی خواه او وړممی ولسوالانواود سیمی قومی مشرانواو سپین ږیروپه خپلوسیموکی دامنیت ټینګښټ او دسرحدی پولیسوسره دهرډول مرستی او ملاتړهوکړه وکړه . په پایله کی د سرحدی پولیسوقوماندان په دغو ولایتونو کی دسرحدی پولیسو داعاشی ، اباطي ، ښوونې اوروزنې او دسرحدی پولیسود سنګرونوڅخه کتنه وکړه او د یولړشته ستونزود حل په کولو یی  اړوندو چارواکوته لازمی سپارښتنې وکړې او یو شمیرمنسوبینوته یې د ښه خدمت په ویاړ ستاینلیکونه ورکړل.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته