امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٠ :
دوه تنه ماين ښخوونکي په هلمندولايت کې د خپل ځاى پرځاى کړاى شوي ماين قرباني شول.
دهلمند د والي  ويندوى عمر ځواک د باختر آژانس خبريال ته  وويل: دوه تنه ماين ښخوونکوچې غوښتل يې د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په يوه ګڼ ميشته لاره کې ماين ښخ کړي؛ ماين د‌ ښخولو په وخت کې وچاوديد او دواړه طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته