امنیت

دازبکستان داسلامي تحريک مسوول ووژل شو .

کابل باختر د سلواغې يو ويشتمه :
دازبکستان داسلامي تحريک پوځي مسوول نن  دامنيتي ځواکونو  په عملياتو کې  ووژل شو  .
دتخار او کندز په ولايتونوکې دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي ډلې عمومي پوځي مسوول ملا نعيم دتخار ولايت دخواجه غار په ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو .
دتخار ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې  ملا نعيم دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى و او دتخار اوکندز په ولايتونوکې يې دازبکستان  داسلامي تحريک دپوځي مسوول په توګه فعاليت کاوه .
دتخار ولايت وياند سنت الله تيمور دباختر اژانس خبريال ته وويل: ملا نعيم دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ او دتخار ولايت دخواجه غار ولسوالۍ ترمنځ سرحدي سيمه کې د ملي اردو دشپږم کندک دځواکونو په عملياتو کې  وژل شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ملا نعيم  دازبکستان داسلامي تحريک  مهم غړى بلل کيده چې دهغه په وژل کيدوسره به دکندز او تخار دولايتونو په امنيتي حالت کې مثبت بدلونونه رامنځته شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته