سیاست

پروفيسرصبغت الله مجددي له امريکا سره د امنيتي تړون د توشيح غوښتنه وکړه

کابل باختر دليندي دويمه :
دمشورتي لويې جرګې رييس پروفيسرصبغت الله مجددي د روان عيسوي کال له پاى ته رسيدو مخکې له امريکاسره د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه وکړه.
  دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: پروفيسرصبغت الله مجددي چې نن يې په لويه جرګه کې له خبريالانو سره خبرې کولې؛ وويل چې له امريکا سره د امنيتي او دفاعي قرارداد په لاسليک کې د افغانستان دخلکو خير نغښتى دى او د دغه قرارداد په متن کې هيڅ داسې موضوع نشته چې د افغانستان په مصلحت نه وي او يا زموږ د هيواد د مصلحت پرخلاف وي.
ده ټينګار وکړ چې د امريکا له متحده ايالاتوسره دامنيتي او دفاعي تړون لاسليک دافغانستان دخلکو له صلاحيتونوڅخه دى او دغه تړون له هغه وروسته چې په مشورتي لويه جرګه کې دخلکو او هم د ملي شورا له خوا تاييد شي؛ بايد ډير ژر دجمهور رييس له خوا توشيح شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته