نړۍ

په نړۍ کې د څه ناڅه پنځلس زره اټومي سرګلولو شتون

بلګراد ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٣ :
د يو نړيوال تحقيقاتي بنسټ شميرنې ښيي چې د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه په ټوليزه توګه ١٤ زره ٩٣٥ اټومي سرګلولې په واک کې لري.
د صربستان راډيو ټلويزيون د ستکهلم د سولې د نړيوالې تحقيقاتي موسسې  د کلني رپوټ له مخې اعلام  وکړ: که څه هم په  نړۍ کې د اټومي وسلو  شمېر د کمښت په حال کې دى، خو د دغو وسلو لرونکي هېوادونه د خپلو اټومي زرادخانو عصري کولو ته دوام ورکوي.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې امريکا، بريټانيا ،فرانسه،  چين،  هند، پاکستان، صيهونستي رژيم او شمالي کوريا په د ٢٠١٧ ميلادي کال کې څه ناڅه ٤ زره ١٥٠ عملياتي اټومي سرګلولې په واک کې لري.که چېرې ټولې  اټومي سرګلولې ورسره يوځاى شي، دغه هېوادونه به په ټوليزه توګه  ١٤ زره ٩٣٥  اټومي سرګلولې ولري.
دغه شمېر په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې ١٥ زره ٣٩٥ اټمي سرګلولې وې. په نړۍ  کې د اټومي سرګلولو دشمېر کمښت تر زياتې اندازې پورې د امريکا او  روسيې د موافقې نتيجه ده چې تر اوسه پورې هم د نړۍ په سلوکې ٩٣ اټومي وسلې لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته