امنیت

په نادعلي کې د وسله والو طالبانو مالي ووژل شو

لښکر ګاه باختر د مرغومې ۱۷ مه
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مالي او اکمالاتي کس ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سيمه ييز خبریال ته وويل چې، تېره ورځ په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مالي وژل شوی دی.
هغه زیاتوي چې د وسله والو طالبانو مالي د افغان هوايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې وژل شوی دی.
ځواک وايي یاد کس د هوايي ځواکونو له خوا هغه مهال په نښه شوی چې د پاکستان هېواد  د کويټې له ښار څخه  د دروبینینو او وسلو په لېږد بوخت وو.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته