امنیت

په سرپل کې د نوي تعليمي کال په مناسبت غونډه جوړه شوه

کابل/ باختر/د وري دمياشتې٤ مه
په سرپل ولايت کې نوى تعليمي کال د دغه ولايت د والي له خوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پيل شو .
د سرپل والي عبدالقادر آشنا په هغې غونډه کې چې د نوي تعليمي کال د پيل په مناسبت جوړه شوې وه، د نوي تعليمي کال د پيل له امله زده کوونکو، مشرانو او د دغه ولايت ديندارو خلکو ته مبارکي وويله او د پوهنې رياست له مسوولينو څخه يې وغوښتل چې پوهنې د حالت د ښه والي په خاطر هلې ځلې وکړي.
آشنا وويل: ١٣٩٨ کال د هېواد د جمهوررئيس له خوا د سولې د کال په نامه  نومول شوی دى او د ټولو افغانانو هيله په هېواد کې د سولي او امنيت تامينول دي. نو دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې د سولې او آرامۍ د ټينګښت په لاره کې هلې ځلې وکړو.
په نوي تعليمي کال کې څه دپاسه ۱۴ زره نوي زده کوونکي ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې نومونه ليکلي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته