ښوونه او روزنه

دکابل دحوزې د داوطالبانو دکانکور ازموينه اخستل کيږي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٧
دهيواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد دکابل دحوزې د داوطلبانو دکانکور آزموينه د روان کال دکب د مياشتې په لومړيو وختو کې اخستل کيږي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند پوهنيار محمد فيصل امين دباختر آژانس خبريال ته وويل ټاکل شوې ده په روان کال کې کابو درې سوه زره تنه داوطلبان په ټول هيواد کې د آزموينې داته ديرشو حوزو له لارې دلوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت دکانکور په آزموينه کې ګډون وکړي .
ده زياته کړه چې تراوسه پورې د آزموينې په ديرشو حوزو کې چې دهيواد اته ويشت ولايتونه پکې شامليږي دکانکور آزموينې اخستل شوې دي او يوازې داتو حوزو د داوطلبانو آزموينه چې دکابل، هرات کندز،تخار ،فارياب،او دبلخ ولايتونه پکې شامليږي،پاتې ده .
دلوړو زده کړو وزارت وياند څرګنده کړه چې دکابل دحوزې د داوطالبانو دکانکور آزموينه دکب دمياشتې په لومړيو وختو کې اخستل کيږي او همدا اوس د فارياب او دبلخ په ولايتونو کې د آزموينو اخستنې بهير دوام لري.
ده زياته کړه چې د لوړو زده کړو په موسسو کې د شموليت دکانکور د آزموينې له کابو درې سوه زرو تنو داوطالبانو څخه ، هغه کسان چې آزموينه په برياليتوب سره ترسره کړى يوسلو اتلس زره تنه يې د لوړو او نيمه لوړو دولتي تحصيلي موسسو کې منل کيږي.
دلوړو زده کړو وزارت وياند زياته کړه که چيرې کومه تخنيکي ستونزه رامنځته نه شي،دکانکور د آزموينو نتيجې به د راتلوونکى کال دوري له مياشتې څخه مخکې اعلام شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته