کابل باختردزمري دمياشتې ١٩ :
اووه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په زابل ولايت کې د پوځيـــانو د مقاومت له امله ووژل شول.
دغه مقاومت د شاجوى ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت وشوچې يوه ډلې يرغلګرپه يوه ګڼ ميشت واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو.
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره وويل
چې په دې پيښه کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ