اقتصاد

دافغانستان او ترکمنستان ګډه اقتصادي غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دافغانستان او ترکمنستان ترمنځ داقتصادي – تجارتي ګډ کميسيون دچارو دپرمختګ تعقيبي غونډه  پرون دماليې  دوزير اکليل حکيمي په مشري د ماليې وزارت په مقر کې جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  خبر ورکړ  په دې غونډه کې چې  داړوندوادارو معينانو او رييسانو هم ګډون کړي و دافغانستان ترکمنستان ترمنځ دګډ اقتصادي _ تجارتي  کميسيون دجوړولو لپاره دلازمو تياريو داوسپنې پټلۍ په سرحدي سيمو کې دکانونو دپانګې اچونې دملاتړ ، ترانسپورت  ، بريښنا ، لوړو زده کړو  ، هوايي چلند ، ګمرکي  خدمتونو دتفاهم ليکونو په باب چې ټاکل شوې ده دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دسفر په بهير کې لاسليک شي او دنورو سيمه ئيزو مسئلو  په باب خبرې اترې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته