سیاست

د پاريس د غونډې يوشمېر برخه وال هيواد ته راستانه شول

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ٣ :
د پاريس دغونډې يوشمېر برخه وال نن هيواد ته راستانه شول .
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه دباختراژانس خبريال  خبر راکړ:
دپاريس په غونډه کې يوشمېر برخه وال افغانان د دغې غونډې له پاى ته رسيدو وروسته، نن هيواد ته راستانه شول.
معصوم ستانکزى، فرخنده زهرا نادري ، حکمت  کرزي  او ډاکتره نيلوفر ابراهيمي په هغو کسانو کې شامل دي چې نن کابل ته راستانه شول.
د باختراژانس خبريال زياتوي: سره له دې چې د يو زيات شمېر رسنيو خبريالان  دکابل نړيوال هوايي ډگر ته ورغلي وو؛ د راستانه شوى هيئت غړو د پاريس دغونډې او د هغې د نتيجوپه اړوند معلومات ورنه کړل  .
د پاريس غونډه د روان کال د ليندۍ د مياشتې په ديرشمه او د مرغومي د مياشتې
په لومړۍ نيټه  د افغانستان په قضيه کې  د ښکيلو ډلو او لورو ترمنځ  دپاريس
ښارته څېرمه  جوړه شوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته