کابل باختردکب دمياشتې ٢ نيټه :
دوه تنه ماين ښخوونکي پرون په پلخمري ښارکې ونيول شول.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې مدير سمونيار جان آقا دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ دغه دوه تنه دپلخمري دنوي ښار په څلور لارې کې دماين ښخولو په وخت کې ددغې قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې دپوليسو له خوا ونيول شول.
ده زياته کړه چې پوليسو د دغو ماين ښخوونکو يو کرولا موټر هم ضبط کړى دى.
پاى ج ذ