سیاست

تبصره :

 کابل/ دتلې ٤مه/ باختر:  
د تلې دمياشتې شپږمه دطالبانو په واسطه د کابل دنيول کېدو کاليزه ده ، دافغانستان      په معاصرتاريخ کې توره ورځ چې  تحجر اوبربريت په دغه هېواد وتپل شو اوددغې پېښې  ناوړې پايلې لا تراوسه پورې سيمه او افغانستان نه خوشي کوي .
دباختراژانس مفسرليکي :
د ١٣٧٥ هجري لمريز کال دتلې دمياشتې  په شپږمه طالبان په کابل  واکمن شول او خپل اسلامي امارت يې جوړ کړ.
طالبانو چې دتنظيمي جګړو په څپوکې دافغانستان په سياسي اونظامي ډګر کې څرګند شول خپل حرکت يې له  شراوفساد سره دمبارزې او دوسلو دراټولولو په نامه دقندهار  له بولدک څخه پيل کړ او له جګړې او سياسي او تنظيمي ناخوالو څخه دخلکو دستړتيا په دليل په دې شعار سره چې طالبان يوازې په هېواد کې  دسولې د اعاده کولو لپاره راپاڅيدلي دي وکولاى شول له جګړې اومقاومت پرته دهېواد په ځينو برخو واکمن شي.
خو په کابل ددغې ډلې واکمنۍ ددغې ډلې له مخ څخه نقاب لېرې کړ او په ډېر لنډ وخت کې  په ډاګه شوه چې طالبان ديوه استخباراتي پروګرام او لوبې يوه برخه ده
چې د حکومت کولو لپاره کوم پروګرام نلري بلکې غواړي دپاکستان او دخليج د حوزې ديوشمېر هېوادونو غوښتنې په افغانستان او سيمه کې پلې کړي .
دغه ډله د پاکستان داستخباراتي سازمانونو دستراتيژيکي موخو لپاره وسيله وه  او په خلکو دواکمنۍ او دهرراز ملي خوځښت او عمل دځپلو په موخه د زندۍ کولو ډېر سخت چلند غوره کړ هغوى شريعت او دين خپلو موخو ته درسېدو وسيله وګرځوله ، دتمدن او مدنيت په وړاندې يې  دتحجر اوبربريت روحيه غوره کړه  ښځې يې په بهرکې له کارکولو او نجوني يې ښوونځي ته له يون څخه منع کړې ، دهېواد يوازينى ټلويويزيون دخپرونو له دوام څخه پاتې شو  په بېلابېلو نومونو په ښارونو کې دښځو او نجونو ځورونې  او کړونې  زور واخست ، نارينه په ډيرو عادي دليلونونو په سړکونو او واټونو کې ووهل شول  او وډبول شول . دطالبانو زياتره مخالفان دشرعي حد دجاري کولو په پلمه مجازات شول اوپه  لسګونو نور ناوړه او ترخه عملونه .
په اقتصادي ساحه  کې دغې ډلې دافغانستان دسوکالۍ او پرمختګ لپاره هيڅ پروګرام نه درلود، دهېواد اقصاد زيات ګډوډ شواو دهېواد زياتره شتمنۍ دکباړ په نامه په پاکستان وپلورل شوې او په نړيوال ډګر کې افغانستان دطالبانو په دوران کې يوبشپړ نړيوال تجريد تجربه کړ.
دطالبانو ډلې افغانستان دنړيوالو ډاراچوونکو په مرکز بدل کړاو ډيرو شريرو نړيوالو څيروپه افغانستان کې پناه ترلاسه کړه او ډيرو شريرو ډاراچوونکو سازمانونو ،افغانستتان خپل جنت وباله  او نړۍ يې  له همدغه بيوزلي هېواد څخه  وګواښله اوپه افغانستان کې دزرګونو بهرنيو ډاراچوونکو شتون په افغانستان دامريکا او دهغې دلويديځو متحدينو دپوځيانو دراتګ زمينه برابره کړه .
دغه ډله  له خپلو ټولو بديو او تاوتريخوالي سره اتلس کاله مخکې په ملي اونړيوالو  فشارونو سره وتښتيده  خو دهغوى مشران دپاکستان او ديوشمېر نورو هېوادونو دملاتړ ترچترلاندې افغانستان ته دامارت دستنيدو خوب په سر کې لري او موخې  ته  درسېدو په موخه ډېرناوړه عمل اوچلند څخه کاراخلي اوپه ځانمرګو، چاوديدونکو او ورانکارو بريدونو سره هڅه کوي چې يوځل بيا په هېواد کې طالباني تحجر او بربريت واکمن کړي.
په داسې حال کې چې دافغانستان خلک په خپل ارزښتناک فرهنګي  تېرېدنې او په دې پانګې سره چې افغانستان په تېرو وختونو کې دمعتبرمدنيت خالق و ، اجازه نه ورکوي  چې هېواد ناوړه تېرو وختونو ته چې طالبانو په هغه تپلي و ، ستون شي.
له بلې خوا طالبانو له تېر وخت څخه هيڅ درس نه دى اخيستى او مدني ژوندانه او پرانستي سياسي ژوندانه ته دننوتو جرات نلري . د خلکو له محاسبې  او ولسواکۍ او غوره سالارۍ څخه په ويره کې دي .
ددغې ډلې مشران په دې پوهېږي چې په افغانستان کې دخپلې تورې واکمنۍ له دوران څخه  داوسني  نظام په وړاندې تر نننيو جګړو پورې ،  ددې هېواد دټولو قومونو په ګډون دافغانستان خلک په هېواد کې  دطالباني  مفکورې په نسبت دکرکې او تنفرحس  ژوندى ساتلى دى.
طالبان بايد په دې پوه شي  چې دهغوى دتحجر اوانحطاط  دواکمنۍ دوران ټول په ياد لري . که چېرې دغه ډله له خلکوسره دژوندانه  او مشارکت نيت  لري ، په ټولنه کې   دهغوى د ادغام  لپاره دې ته اړتيا ده چې په لومړي ګام کې له خلکو څخه بخښته وغواړي ، ډاراچوونه او تحجر وغندي  او له خلکو سره ژمنه وکړي چې خپل ژوند       او عمل  له ملي ګټو سره وقف کوي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته