امنیت

ايران ته دسلګونو کيلوګرامو لاجورد ډبرو د قاچاقو مخه ونيول شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣١  :
په فراه ولايت کې امنيتي ځواکونوايران ته  دسلګونو کيلوګرامو لاجورد ډبرو
دقاچاقو مخه ونيوله .
دفراه دوالي وياند محمدناصر مهري دباختر آژانس خبريال ته وويل :  قاچاق  وړونکي  کله چې غوښتل دشيخ  ابونصرفراهي له بندر څخه دلاجورد ډبرې ايران ته وليږدوي  ، دپوليسو له خوا ونيول شول .
مهري  وويل چې د شيخ  ابونصر فراهي بندر دکميسارۍ امنيتي مسوولينو  کابو  ٢٣٢ کيلوګرامه لاجورد ډبرې له قاچاق وړونکو څخه ضبط کړې .
دفراه دوالي وياند وايي  چې ددغې قضيې په اړوند يو قاچاق وړونکى نيول شوى   اويو سراچه موټر هم  دپوليسو لاس ته ورغلى دى .
ده وويل ؛ چې دفراه ولايت لاجورد نلري او قاچاق وړونکي دغه قيمتي ډبرې له بدخشان ولايت څخه فراه او له دغه  ځاى څخه يې غوښتل چې ايران ته قاچاق کړي .
مخکې له دې داسې خبرونه خپاره شوي دي  چې  ياغيان په تيره بيا وسله وال  طالبان په بدخشان ولايت کې دلاجورد قيمتي ډبرې راباسي او هغه پاکستان  او دسيمې نورو  هېوادونو ته قاچاق کوي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته