امنیت

په زابل کې د طالبانو پر سنګرونو مرګاني بريدونه

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په زابل کې د پوځيانو په توپچي بريدونوکې اته وسله وال طالبان ووژل شول او درې نوريې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په شاه جوى ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په توپچي بريدونوکې د يوه قوماندان په ګډون ٨ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نوريې ټپيان شوي دي.
په بريدونوکې د طالبانو پټنځاى له ټولو جنګي وسايلو سره يې ويجاړ شوى دى.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته