ښوونه او روزنه

په هرات کې ديوه ښوونځي دودانۍ دجوړولو دکار او دمولاناجلال الدين محمدبلخي د سالون دجوړولو دکار پيل .

کابل باختر د تلې اوومه :
دسلطان غياث  الدين غوري په ليسه کې دنوې تدريسي ودانۍ دبنسټ دډبرې  له ايښودلو سره جوخت دمولانا جلال الدين محمد بلخي دسالون دبيا رغاونې کار پيل شو .
دغه طرحې ټاکل شوې ده په راتلوونکو مياشتو کې  بشپړې شي چې له مخې به يې دسلطان غياث الدين غوري ليسې زده کوونکو ته د لوست په مقصد  ديوې مدرنې درې پوړيزې ودانۍ دجوړولو تر څنګ په پتمن ډول دغونډو دجوړولو په مقصد دمولانا جلال الدين  محمد بلخي په سالون کې لازمې اسانتياوې برابريږي .  دهرات والي محمد اصف رحيمي دپوهنې دانکشاف له بهير سره په ملاتړ باندې په ټينګار سره هيله وکړه چې دسلطان غياث الدين  غوري ليسې دتدريسي  ودانۍ دجوړولو دکار په بشپړيدو سره يو زيات شمير ماشومان چې په ازاده فضا کې زده کړه کوي په مناسبې درسي فضا لاسرسۍ پيداکړي . 
دپوهنې وزارت دحياتي ليک لوست  معين چې په دغو مراسمو کې برخه لرله دتدريسي  ودانيو دجوړولو او زده کوونکو ته ددرسي اسانتياو برابرولو ته ددغه وزارت دپاملرنې  يادونه وکړه .
دهرات ولايت  دپوهنې رييس  عبدالرزاق احمدي وويل دغه ودانۍ به دپوهنې رياست له پرمختيايي بودجې څخه داته اعشاريه اتو مليونو افغانيو په لګښت دارتاکوان دساحتماني شرکت له خوا په   څلورو مياشت کې جوړه شي .
سره له دې چې دسلطان غياث الدين غوري ليسه د هرات ښار په کچه يوه ډيره لرغونې ليسه ده او په زرګونو تنه زده کوونکي پکې زده کړه کوي خو لاتراوسه پورې ددغې ليسې يوزيات شمير زده کوونکو ته مناسبه درسي فضا نه ده برابره شوې .
له دې سره جوخت دسلطان غياث الدين غوري ليسې جومات چې دخلکو په مرسته جوړ شوى دى او په يوه وخت کې دکابو دوه سوه تنو لمونځ کوونکو ظرفيت لري هم ګټې اخستې ته وسپارل شو .
دهرات ولايت دپوهنې رياست چارواکي وايي چې د ملي اوحماسي غونډو دجوړولو دلومړي اوستر سالون په توګه دمولانا جلال الدين محمد بلخي دستر تالار دترميمولو کار چې نن پيل شو په شپږو مياشت کې بشپړيږي .
ټاکل شوې ده دترميم وړ برخو دبيا رغاونې تر څنګ ددغه سالون دتهويې ، سړونکى او تودونکى سيستم هم بيا ورغول شي اوپه غولي کې يې ډبرې ولګولې شي .
دغه پروژه به دپوهنې  رياست له پرمختيايي بودجې څخه  ددريو مليونو او درې سوه زرو افغانيو په لګښت ترسره شي .
ددغه ودانيو دبنسټ د ډبرو دايښودلو په مراسمو کې  يوشمير دولتي مقاماتو او دخلکو استازو هم برخه لرله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته