کابل باختر د ليندي نهه ويشتمه :
دهېواد په جنوب کې دوسله والو طالبانو دډلې يوه جګپوړي قوماندان دامريکايي پوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول .
په مولوي مدثر مشهور ملا فدامحمد نن ماسپښين په داسې حال کې چې په يو قيمتي موټر سپور و ، په مارجه ولسوالۍ کې دبې پيلوټه الوتکې په واسطه بريد وشو اوووژل شو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې مولوى مدثر له دريو تنوافرادو سره ووژل شو .
ده مولوي مدثر دهېواد په جنوب په تيره بيا په هلمند ولايت کې دزياترو ډار اچوونکو بريدونو عامل وباله ، وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل