نړۍ

د سوريې اوسنى جمهور رييس په انتخاباتو کې بريالى شو.

دمشق وى  او  اى   باختر د غبرګولى دمياشتې ١٦
د سوريې جمهور رييس بشار الاسد ددغه هيواد دجمهوري رياست په انتخاباتو
کې بريالي  شو  او د دريم ځل لپاره ددغه هيواد جمهوري رياست مقام ته ورسيد.
انتخابات  دسه شنبې په ورځ د دولت ترکنترول لاندي ساحو کې ترسره شول او اعلام  وشو چې بشاالاسد په سلو کې ٨٩ راييې ترلاسه کړې دي .
دسوريې مخالفينو دجمهوري رياست په انتخاباتو کې ګډون  ونه کړ او د سوريې دحکومت مامورين وايي چې په دغو انتخاباتو کې په شرايطو برابر په سلو کې ٧٣ خلکو ګډون کړى وو.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري وويل  کله چې په مليونونو تنه ونه شى کړاى رايه ورکړي  نه شو کولاى دا  يو انتخابات وبولو.
د سوريې حکومت هلې ځلې کوي  دغه انتخابات د درې کلنې کورنۍ جګړې دحل لپاره يوې ديموکراتيکې لارې  په توګه وړاندي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته