امنیت

په دوشي ولسوالۍ کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو له امله دبغلان ددوشي دخلکو شکايت . دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست ددوشي ولسوالۍ دخلکو ادعا رد کړه .

پلخمري باختر د غبرګولي پنځلسمه :
  دبغلان ولايت ددوشي ولسوالۍ دبيلابيلو کليو اوسيدونکي په دغې ولسوالۍ کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو د څرنګوالي له امله سرټکوي او دباختر دانکشافي شبکې په مسوولانو دغفلت او بې پروايي تور لګوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، ددوشي ولسوالۍ اوسيدونکي په دغې ولسوالۍ کې دروغتيايي خدمتونو وړاندې کول انډوليز ته بولي او ادعا کوي چې ناروغان دولسوالۍ  دمرکز کلينيک  ته د ورتګ  په وخت دمعاينې او درملنې دنوبت له رسيدو پرته بيرته له کلينيک  څخه وځي .
ددوشي ولسوالۍ يوه اوسيدونکي نور علي  نوري باختراژانس ته ددغه ټکي په بيانولو سره وويل چې  ځينو ناروغانو ته دنوبت دنه رسيدو اصلي علت  ددوشي ولسوالۍ  مرکز له څه دپاسه پنځوس  کليو څخه دګڼ شمير ناروغانو مراجعه ده چې له امله يې يوزيات شمير دغه ناروغان له معاينې  او درملنې پرته له کلينيک څخه وځي .
دى له دولت څخه غواړي ياداچې کلينيک ته دى انکشاف  ورکړ شي ايادې بل نوى کلينيک جوړ شي .
له دې پرته به دهرې ورځې په تيريدو سره دخلکو روغتيايي  ستونزې لاپسې  زياتې شي
په کلان ګذرليسه کې ښوونکي خالقداد په کلان ګذر  کلي کې دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دڅرنګوالي  له امله سرټکوي او زياتوي هغه ډول ډول ناروغان چې دغه کلينيک ته مراجعه کوي  د ډاکترانو له خوا يوازې يو قلم تابليت ورته سپارښتنه کيږي .
  ده زياته کړه  دکلينيک ډاکتران په مياشت کې له لسو څخه تر پنځلسو ورځو پورې په کلينيک کې   وي او په نورو ورځو کې  دورکشاپ  او سيمينارپه پلمه  وځي او کلينيک  بې ډاکتره پاتې کيږي .
خو دباختر دانکشافي بنسټ مرستيال ډاکتر نجيب الله نارون  ددوشي ولسوالۍ داوسيدونکو دغه ادعاوې بې بنسټه وبللې او ټينګار يې وکړ چې دخلکو درضايت ترلاسه کول ډير سخت کار دى .
په همدې حال کې دبغلان ولايت دعامې روغتيا  رياست مرستيال ډاکتر عبدالحليم  غفاري  په دې ترڅ کې چې په دوشي ولسوالۍ کې شتو کلينيکونو ټول شمير  اووه کلينيکه  او ددغې ولسوالۍ دټولو اوسيدونکو شمير اته پنځوس  زره تنه بولي وايي چې ټول روغتيايي  مرکزونه دوګړو دشتون دفيصدي  له مخې جوړ شوي دي .
  ده ددوشي ولسوالۍ دخلکو ادعاوې  په بشپړه توګه ردې کړې او بې بنسټه يې وبللې  او ټينګار يې وکړ چې مياشت په مياشت دهغو ټولو روغتيايي مرکزونو دفعاليت څرنګوالي چې دباختردانکشافي بنسټ له خواروغتيايي خدمتونه وړاندې کيږي کنترول او څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته