امنیت

په غزني کې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
دغزني په ښارکې د هاوان ديو ماين د لګيدو له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دغزني د والي ويندوې شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغزني ښار په لومړۍ  امنيتي حوزې پورې اړوند د شاه مير په سيمه کې د هاوان دماين دلګيدو له امله څلور تنه ملکي وګړى ټپيان شول.
ويل کيږي دغه ماين د غوړيو په يو مارکيټ کې لګيدلى دى .
دغزني ښار دملکي روغتون ډاکترانو ددغې پيښې دټپيانو شمېر اته تنه ښودلى دى چې د څلورو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
ديوبل خبرله مخې : د زنه خان ولسوالۍ د امنيت دمديريت مرستيال غلام ايشان نن سهار د پوليسو له د دووتنو سرتيرو سره ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې دماين دچاودنې له امله شهيد شو.
په دې پيښۀ کې يو رنجر موټر هم ويجاړ شوى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته