کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
د بلخ د کرنې او اوبولګولو ریاست نن په دغه ولایت کې پر۲۰۰ بېوزلو ښځو کرنیز وسایل ووېشل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د کرنې اوبو لګولو ریاست د کرنیزو پروژو او د همکارو موسسو له لارې په بلخ د شولګرې، خلم، نهرشاهي او دهدادي ولسوالیوکې پر ۲۰۰ بېوزلو ښځو د مرخېړیو د تولید وسایل، پسونه، چورګوړي، د اړتیا وړ توکي او د غنمو تخم ووېشل.
پای/ع
3 د یوې دقیقې څخه لږ