نړۍ

پاکستان له ايران سره دګازو دنل ليکې دغځولو د پروژې کار په رسمي ډول پيلوي

اسلام اباد باختر د کب شپاړسمه
  دپاکستان جمهور رييس اصف علي زرداري ددوشنبې په ورځ په لاهور کې اعلام وکړ چې دواشتنګتن  دمخالفت سره سره به پاکستان له ايران سره دګازو دنل ليکې دليږدونې له پروژې سره پرمخ لاړ شي .
زرداري وويل: ددغې پروژې لګښت يو اعشاريه پنځه مليارده   ډالره اټکل شوى دى. او دروان کال دکب دمياشتې په ٢١  نيټه به پيل شي .
ماهران وايي پاکستان هيله لري چې دخپلې اړتيا وړ په سلو کې شل انرژي ددغې نل ليکې له لارې ترلاسه کړي .
دامريکا متحده ايالاتو ددغې نل ليکې له غځولو سره مخالف کړى دى او پاکستان ته يې خبر دارى ورکړى دى چې په دې باب له  فعاليت څخه ډډه وکړي چې دبنديزونو سبب به شي .
تهران ددغې نل ليکې يوه برخه دايران په خاوره کې غځولې ده خو اسلام اباد دواشنګتن  تر فشار لاندې په خپله برخه کې په کار پيل نه دى کړى .
ايران ويلي دي چې دپاکستان داووه سوه پنځوس کيلومترو په اوږدوالي دبرخې په جوړولوکې له پاکستان سره مرسته کوي، پاکستان ته   ٥٠٠ مليونه ډالري پور دورکولو په ګډون .
ديوبل خبر له مخې، دهند دپطروليم او دطبيعي ګاز وزير  ويراپامايلي پرون په نوي ډيلي کې  ايتارتاس خبري اژانس ته وويل: هند هيله لري چې دترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او دهند دګازو دنوي نل ليکې د غځولو کار په ٢٠١٧ ميلادي کال کې بشپړ شي .
دغه نل ليکه ټول ټال ١٦٠٠ کيلومتره اوږدوالي لري چې ٧٣٥کيلومتره يې دافغانستان له خاورې څخه تيريږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته