سیاست

تبصره

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دبخښني نړيوال سازمان په دي وروستيو وختو کې اعلام وکړ چې په افغانستان کې دتروريزم  له  عواملو سره  دناتو او امريکا  ديوې لسيزې  جګړې په بهير کې دافغانستان په کليو او بانډو کې زرګونو تنو ملکي وګړو ته  مرګ ژوبله اوښتي ده .
خو  په دي اړوند هيڅ دوسيه جوړه نه شوه او دقربانيانو کورنيو او زيانمنو شويو  کسانو ته هيڅ راز غرامت  نه دى ورکړشوي .
   دباخترآژانس مبصر ليکي .  دبخښني نړيوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې  دهغو افغانانو په وژنې باندې  تمرکز کړي دي  چې  په افغانستان کې دنړيوال تروريزم پرخلاف  دنړيوال ائتلاف  دديارلس کلنې جګړي په بهير کې  دامريکايي  ځواکونو او ناتو له خوا وژل شوي دي اويا ټپيان او معلول شوي دي، خو هيڅ  يوې محکمې  ددغه شان پيښو دزيانمنو شويو کسانو او دقربانيانو دپاتي کسانو داحوالو پوښتنه نه دي کړي ، هيڅ دوسيه نه ده جوړه شوي او هيڅ راز غرامت نه دي ورکړ شوي دي .  لنډه داچې دقربانيانو کورنيو ، زيانمنو شويوکسانو او معلولينو په عدالت برلاسي  نه دي پيداکړي .
که چيري ددغه سازمان له خوا وړاندي شوي ارقامو ته دقت وکړو يوازې له  ٢٠٠٩ ميلادي کال  څخه د ٢٠١٤ پوري  تر نيمايي پوري  څه ناڅه يوزرو سل تنه افغانان په مشخصه توګه دامريکايي ځواکونو او ناتو له خوا دجنګي شخړو او دهوايي بمباريو په وخت کې او په ځينو حالاتو کې هم  په قصدي ډول دافغانستان په کليو اوبانډو کې وژل شوي دي .  دغه شمير  دهغو زرګونو تنو افغانانو له وژل کيدو څخه  جلا ده  چې د پاکستاني ګوډاګيانو له خوا په تروريستي فعاليتونوکې  وژل شوي دي .
داچې  طالبان دپاکستان  دپروګرامونو او دسيسو په چوکاټ کې دافغانستان په خلکو څه بلاوي  نازلې کړي دي يوه جلا خبره او جلا جنايت دي . خو دلته خبره  دهغو جنايتونو په باب ده چې په افغانستان کې  دتروريزم پرخلاف  دمبارزي  په نړيوال ائتلاف دشاملو بهرنيو پوځيانو له خوا ترسره شوي دي ، او هغه له ٢٠٠١ ميلادي کال راپديخوا  د سلګونو تنو افغانانو  وژنه ده .  چې دلويديځو هيوادونو دپوځيانو له خوا چې  په افغانستان کې  دنړيوال تروريزم  پرخلاف  دمبارزي په نامه  شتون لري  ،  وژل شوي دي .
له بده مرغه  دغه کسان دهغو هيوادونو دپوځيانو له خوا  وژل شوي دي چې ځان   د نړيوالې دموکراسي  مادل بولي او ځان  دبشري حقوقو حقيقي  مدعيان بولي .  خو په نورو هيوادونوکې په جنايت لاس پوري کوي  هغه جنايت چې  دهغه په نسبت  کم اعتراف شوي دي  اوکمه پاملړنه  ورته شوې ده .
په داسې حال کې چې  دبهرنيو پوځيانو له خوا  دجګړو او دهوايي بمباريو په بهير کې  او په ځينو حالاتوکې هم قصدي او عمدي وژنې دي .  له بده مرغه  دغو دموکراتيکو  هيوادونو او دبشري حقوقو  ددفاع مدعيانو هيڅکله ددغه شان جنايت  دعاملينو  دمجازاتو لپاره  کومه دوسيه نه ده جوړه کړې . او له نړيوال قوانينو سره سم هيڅکله  دې ته نه دي حاضر شوي چې دقربانيانو دوارثانو، ټپيانو او دمعلولينو چې په خپله  دهغوى دکړولوعامل شوي دي ، داحوالو پوښتنه وکړي  او له هغو ي سره اخلاقي اومادي مرستې  ترسره کړي . چې داپه خپله  کيداي شي  يو توپيري حرکت او له حقوقي موازينو څخه په ډاګه  سرغړونه وي .  داسې ادعاکيږي چې ګڼې  په افغانستان کې ميشت  بهرني پوځيان قضايي مصوونيت  لري . په داسې حال کې چې نه شوکولاى  مصوونيت دجنايت عامل وبولي .
که چيري امريکائيان او دهغوى لويديځ  شريکان  په افغانستان کې  دخپلو پوځيانو دقضايي مصوونيت خبرې کوي  خو دغه مصوونيت  په خپله  ددوى په هيوادونو کې  له منځه تللي دي .  ولي  په خپلو هيوادونوکې  نه دي محاکمه شوي ؟
لکه څنګه چې دبخښني نړيوال سازمان وايي په افغانستان کې دامريکايي او دهغوي دلويديځو انديوالانو دځواکونو دشتون  دديارلسو کلونو په بهير کې په زرګونه تنه افغان  کليوالي اوسيدونکي  دتروريزم پرخلاف  دجګړې قرباني شوي دي . خو يوازې  ددغه شان قضيو په شپږو مواردو کې دګوټي په شمار  څو تنه پوځيان محاکمه شوي دي  چې دلويديځو محکمو نتيجه  خندونکې ده . ځکه  دجنايت دکچې له مخې  دلويديځو محکمو حکم  ډير ناڅيز  دي .  په افغانستان کې دکليوالي  او دملکي وګړو وژل کيدل  هغه هم  دبهرنيو پوځيانو له خوا  ددې تر څنګ چې ديو شمير بي دفاع انسانانو دژوندانه  تر پښو لاندې کول دي  له بلې خوا طالبانو  او دسيمي  داستتخباراتي سازمانونو لپاره  يو سند وګرځيد .چې په هيواد کې  لويديځ ضد حساسيتونه  پياوړي کړي  او په ځينو حالاتو کې  هم دافغانستان خلکو او دولت ته  دستونزو  دپيداکولو سبب شي .
دافغان  کليوالي اوسيدونکو  دوژنې په وړاندې  دبهرنيو پوځي قوماندانانو او دلويديځو هيوادونو  د چلند څرنګوالي کيداي شي ديوه افغان  په وينې  سترګې پټول او ديوه انسان  ژوندانه ته  کم ارزښت ورکول  وي . او داکار ثابتوي چې  ددموکراسي  او دبشري حقوقو او ارزښتونو دساتنې شعار چې لويديځو هيوادونو له خوا  زمزمه کيږي  يو کاذب او دهمدغو هيوادونو په سياسي جغرافيا پورې  محدود  شعار دي .
لويديځو هيوادونو دافغانانو وينو ته کم ارزښت ورکړ چې کيداي شي  دکرکې او نفرت  سبب وي . 
  دافغانستان خلک  دعدالت دتحقق  غوښتونکي دي  او دملکي  افغانانو د وژنې په اړوند دهيوادونو  بي توپيري   دځان په نسبت يو توپيري او سپکاوي ډک  حرکت بولي چې بايد  هغه پاى ته ورسول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته