امنیت

اته تنه تروریستان ووژل شول

کابل – باختر – د ثور دمیاشتې ۷
یوه اته کسيزه ډله ځانمرګي تروریستان چې په چاودیدونکو توګو ککړو واسکټونو سمبال وو او د کندز ولایت په مربوطاتوکې يی د تروریستي برید نیت درلود، د خپلو واسکټونو د چاودونې له امله ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ:
دغې اته کسيزې ډلې تروریستانو غوښتل چې د کندز ولایت د دشت ارچې ولسوالۍ د نهر کهنه له کلي څخه د تروریستي بریدونو د ترسره کولو په موخه کندز ښار ته لارشي چې په چاودیدونکو توکو ککړو واسکټونو د چاودنې له مله ووژل شول.
د استخباراتې رپوټونو له مخې: دغو تروریستانو د وسله والو طالبانو د ډلې د یوه قوماندان ملا ولي په تروریستې ډلې پورې اړه لرله.
دغه راز د ډار اچوونکو طالبانو د ډلې دوه تنه سیمه ییز قوماندانان پرون د کوڼر ولایت د شیګل ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي پولیسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې نښته کې د ملي پولیسو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته