اقتصاد

جمهوررئیس غني: د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو او مصوبو په هکله دې ټول وزارتونه خپل اجرآت وړاندې کړي

کابلباختر د سلواغې د مياشتې١١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې په ارګ کې د اقتصاد عالي شورا غونډه وکړه، او د اقتصاد عالي شورا د مصوباتو، د غالیو صنعت کې پر پانګونې، د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا، د وچې میوې سوداګرۍ لپاره د مناسب ځای تثبیت او د دولتي کارکوونکو لپاره د سنګاپور ښوونیز پروګرام په هکله یې د وزارتونو پر اجرآتو بحث وکړ.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پيل کې د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو او مصوبو په هکله د اړوندو وزارتونو د اجرآتو د سلنې راپور غونډه کې مطرح شو.
د هېواد جمهوررئیس په دې برخه کې ټولو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې د اقتصاد عالي شورا د پرېکړو او مصوبو په هکله د خپلو اړوندو وزارتونو د بشپړ اجرآتو راپور وړاندې کړي.
د غونډې په دویمه برخه کې، یو تن پانګوال انجنیر رحمان خان، د په لاس اوبدل شویو غالیو فابریکې جوړولو او په دغه برخه کې د پانګونې طرحه وړاندې کړه. هغه وویل، د غالیو اوبدلو دودیز میتود په معاصر بدلولو، د شغل زیاتولو او د تولیداتو زیاتول، د افغاني غالیو د صادراتو زیاتول او د غالیو د اوبدلو هنر په حوزه کې د نویو کارګرانو روزنه د دغې طرحې عمده موخې دي.
انجنیر رحمان زیاته کړه چې د دغې فابریکې له جوړېدو سره به ښځو ته ۶۰۰۰مستقیم کارونه پیدا شي او د افغاني غالیو ۲۱۰۰پایې کارګاه وې به نصب شي.  
هغه زیاته کړه، د افغانستان د فرش او غالیو مرکز اراده لري چې په دغه ډګر کې د شاوخوا درې میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې او هغه ماشین الاتو سره چې پخوا خریداري شوي دي، په افغانستان کې د غالیو د  معیاري کولو لپاره په لاس اوبدل شویو غالیو فابریکه به د کابل په صنعتي پارکونو کې  ۳۲جریبه ځمکه کې فعاله شي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغاني غالیو په برخه کې پانګونه مهمه وبلله، ويې ویل حکومت له دغې طرحې ملاتړ کوي او ښه داده چې په دغه برخه کې چاپيریال ته هم پاملرنه وشي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان د غالیو مارکیټ او نندارتون جوړولو په اړه وویل، په کار ده دغې برخې ته جدي پاملرنه وشي، د بهرنیوچارو او سوداګری وزارتونه کولای شي دغه برخه کې په همغږۍ ګډ کار وکړي.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین وویل، د غالیو صنعت څخه ملاتړ د دې لامل کېږي چې خلکو ته د کار زمینې برابرې شي. د سوداګرۍ وزیر همایون رسا وویل، د سوداګرۍ وزارت له یادې کمپنۍ سره چې غواړي په دغه برخه کې پانګونه وکړي له نږدې کار کړی دی.
هغه وړاندیز وکړ، د افغاني غالیو ۱۵۰۰نمونې دې وپيرودل شي او د غالیو د صادراتو بازر د جلب په خاطر دې نندارتون کې کېښودل شي. د سوداګرۍ وزیر زیاته کړه، زموږ اساسي موخه پانګونه او له دغه شان طرحو څخه چې د افغاني غالیو صنعت د بنسټي کېدو په خاطرکيږي ملاتړ دی.
د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري وویل، افغاني غالۍ له دې امله مشهورې دي چې په لاس اوبدل شوې دي، صنعتي دستګاوې باید د دې لامل نشي چې د دغه صنعت اصیل هویت له منځه یوسي.
په سوداګریزو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار سیروس علاف وویل، د ټولو مسائلو تر څنګ د غالیو اصیل رنګ ته پاملرنه په کار ده او د افغاني غالیو د تولید لپاره باید دا موضوع په پام کې ونیول شي. 
د نورم او سټنډرډ ادارې رئیس نقیب الله فایق وویل، په بېلابېلو ولایتونو کې دې د افغاني غالیو دکمپنۍ نمایندګیو ته هم پام وشي چې دغه صنعت د پام وړ وده وکړای شي.
د هېواد جمهوررئیس د افغاني غالیو اهمیت او په دغه برخه کې پانګونې ته په اشارې سره وویل، د توجه د جلب په خاطر دې افغاني غالۍ خریداري شي او د جمهوري ریاست د ارګ په یو برج کې دې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د لیدو لپاره کېښودل شي.
جمهوررئیس غني وویل: د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته لارښوونه کوم چې د دولتي ادارو اړتیاوې د افغاني غالیو د پيرودلو له لارې بشپړې کړي. هغه زیاته کړه، سفارتونه سره دې خبرې وشي چې افغاني غالیو ته د پانګونې او نندارتونونو د جوړولو فرصتونه ولټول شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه چې د افغاني غالیو د پريمنځلو مرکز ته باید پام وشي او همدارنګه هغه رنګونه چې د افغاني غالیو د جوړولو لپاره کارول کېږي مشخص او د افغانستان انحصار وي. هغه ټینګار وکړ چې له ماشومانو څخه باید د غالیو د صنعت په کار کې استفاده ونشي او په دې برخه کې حل لاره ولټول شي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې دولت په دې برخه کې بازار موندنه کې لازمه توانایي نه لري او ښه ده چې خصوصي سکتور په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د ښځو د اقتصادي ځواکمن کولو ملي پروګرام طرحه – د لومړیتوب لرونکی ملي پروګرام په توګه غونډه کې مطرح کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل وویل، دا پروګرام د ښځو لپاره د دولت د موثر پروګرام په اساس جوړ شوی دی چې موخه یې ښځو ته د کار لپاره د واحد چت جوړول دی. هغه څرګنده کړه، د دې طرحې په تطبیق سره د وزارتونو او ادارو تر منځ همغږي په ځانګړي ډول د ښځو د پروګرام تطبیق کې زیاتېږي.
هغې زیاته کړه، پخوا ځینې پروګرامونه لنډمهاله وو  خو اوس له ښه استمرار څخه برخمن دي چې ژر به د لمس وړ پایلې ولري. د کار  او ټولنیزو چارو وزیرې زیاته کړه چې د دې پروګرام موخه اقتصادي منابعو ته د ښځو لاسرسي د پراخوالي له لارې د ښځو د موقف، خودکفایي او هوساینې پیاوړي کول دي.
په یاده طرحه کې څرګنده شوې چې د احصایوي ارقامو زیاتوالی، د حقوقي حنډونو له منځه وړل او په اقتصادي فعالیتونو کې د ښځو ګډون، د سواد زده کړه، سوداګریز مدیریت او کاري مهارتونه، مالي منابعو ته لاسرسی، د کرنیز وضعیت ښه والی، د ترویج خدمت او بازار ته لاسرسی او همدارنګه خلاق اقتصادي بازارونو ته د ښځو لاس رسی برابر شوی دی.
د ولسي جرګې غړي عبیدالله رامین وویل، په ادارو او وزارتونو کې اساسي ستونزه وظیفوي تداخل دی چې باید له منځه لاړ شي.
په عامه اړیکو او ستراتیژیکو چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري وویل، برابره شوې طرحه یوه ښه عالي طرحه وه او د ښځو د ظرفیت لوړولو لپاره ښې وړاندوینې پکې شوې دي.
د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، ځینې طرحې په ادارو او وزارتونو کې تکراري دي او د مشابه طرحو تطبیق مخنیوی باید وشي، د نمونې په توګه ځینې مشابه طرحې د ښځو چارو وزارت هم تطبیقوي.
په سوداګریزو چارو کې د جمهور رئیس سلاکار سیروس علاف وویل، د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې ښځې ښه توانایي او استعداد لري او لازمه ده د هغوی دا توانمندي مدیریت شي.
د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد په دې برخه کې وویل، معلولیت لرونکې ښځې باید په یاد پروګرام کې شاملې شي او د ښځو حقوقو څخه د خبرېدو موثر پروګرامونه هم په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس غني وویل، دا یو ملي پروګرام دی او لازمه ده چې زیات انسجام پیدا کړي. هغه د ادارو تر منځ د کار په واضح وېش ټینګار وکړ وې ویل، باید مشخصه شي چې کومه اداره د ښځو په برخه کې کوم کار ترسره کوي.
هغه څرګنده کړه، د ښځو په اړه د حکومتوالي فرهنګ باید تغیر وکړي او ښځې خپلو حقونو ته د لاسرسي لپاره د پیدایښت، واده، میراث او طلاق سندونو ته اړتیا لري او له دې لارې کولی شي بانکي حسابونه هم پرانیزي. یاده طرحه د غونډې له لوري په پرنسیپ کې تائید شوه.
په دې غونډه کې د وچې مېوې د سوداګرۍ او پانګونې په موخه د مناسب ځای د ایجاد لپاره د وچې مېوې د یو شمېر تاجرانو لیکلې غوښتنه مطرح شوې.
د هېواد جمهور رئیس وویل، په دې برخه کې دې یوه واضح طرحه برابره شي تر څو د هغې په اساس د وچې مېوې د سوداګرۍ او پانګونې په خاطر مشخصه ساحه په پام کې ونیول شي.
همدارنګه دغونډې په ادامه کې د سنګاپور روزنیز پروګرام په اړه چې د هغه هېواد په لګښت د افغانستان دولتي کارکوونکو ته په پام کې نیول شوې ده، بحث وشو.
جمهور رئیس غني په دې اړه وویل، سنګاپور د ښې حکومتولۍ په برخه کې مناسب ظرفیتونه لري او هغه کدرونه چې دې روزنیزو دورو ته معرفي کېږي باید د مهارتونو د جذب ظرفیت ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته