اسلام آباد وي او اې باختر دزمري دمياشتې١٥ :
د پاکستان امنيتي ځواکونه دپاکستان په پايتخت اسلام آباد کې په مهمو هدفونو د ياغيانو له احمتالي بريدونو سره د مقابلې لپاره تيارسى کړى شوي دي .
دپاکستان جګپوړو مامورينو ديکشنبې له ورځې راپه دې خوا په اسلام اباد کې
امنيتي کړۍ پراخه کړې ده او دهوايي او سمندري ځواکونو کاروانود هغو ياغيانو دموندلو لپاره چې ښايي د بريد په لټه کې وي دمرګلا غرونو ته ليږلي دي .
پاکستان خبري منابعو اعلام کړى دى چې دغه اقدامات د دغه هيواد د هوايي ډګر د جمهوري رياست د دفتر ، پارلمان او د سمندري پوځ د اډې په ګډون په عمده هدفونو دياغيانو داحتمالي بريد په باره کې داطلاعاتي خبرداريو په غبرګون کې شوى دى .
د پاکستان دکورنيو چارو وزارت د ويندوى دڅرګندونو له مخې دغه امنيتي اقدامات به تر څو نورو ورځو پورې دوام وکړي