امنیت

په ننګرهار کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور د٢٧ تنو نيول کيدل

 دجلال آباد ښارباختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه  :
په ننګرهارولايت کې د بيلابيلو جنايي پيښو په تور ٢٧ تنه ونيول شول.
دغه کسان په  تيرو ٢٤  ساعتو کې دخاصو عملياتو او دپوځيانو دپلټنې په            وخت کې دننګرهارولايت له بيلابيلو سيمو څخه  نيول شوي دي.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل  په دغو کسانو دوژنې ،.غلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې  تور لګول شوى دى.
ده وويل دغه کسان ددغه ختيځ ولايت له بيلابيلوسيمو څخه د يولړعملياتو دترسره کولو  او دپوځيانو دپلتنې په وخت کې نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته