سیاست

داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس ٦٦٨٢ بستونه سيالۍ ته وړاندې کيږي .

کابل باختر د سلواغې  پنځمه :
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کميسيون دڅلور ديرشو دولتي بستونو  ٦٦٨٢ تش  بستونه تشخيص کړي دي او په ډير لنډ ممکن وخت کې سيالۍ ته وړاندې کوي .
دغه بستونه  له دولتي ادارو سره په همغږى  کې داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلو اک کميسيون دڅيړنې په نتيجه کې مشخص شوي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس نادر نادري پرون په يوه خبري کنفرانس کې ددغې موضوع په باب خبريالانو ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دغه کميسيون  ٦٦٨٢ تش بستونه تشخيص کړي دي  او په دغو بستونو کې داستخدام په بهير کې دچټکتيا او رونټيا په موخه  يوه طرحه برابره کړې ده او ددغو بستونو جزئيات يې له اړوندو وزارتونو او دولتي بنسټونو سره طرحه کړي دي .
دده دڅرګندونوله مخې ، دولتي بنسټونه مکلف دي په رسمي ډول ددغو بستونو له اعلام مخکې په لومړي ګام کې د ١٣٩٧مالي کال لپاره  ددغو بستونو دشتون  اړتيا  تشخيص کړي او له تشخيص وروسته دروان کال تر پاى پورې دغه بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کيږي .
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کميسيون رييس په دې غونډه کې دغه راز دشپږمو او پنځمو بستونو د ١٨٠٠٠ازموينې  دلومړنيو برابرو کسانو نوملړ  چې  نهه زره بستونه په دولتي ادارو کې  او اته زره اووه سوه بستونه دښوونکو دي خبر ورکړ او ويې ويل چې دغه نوملړ ددغه کميسيون په سايت کې خپور شوى دى .
دده دڅرګندونوله مخې، په دې شميره کې هغه بستونه چې دوه مياشتې مخکې اعلام شول له ټول هېواد څخه دوه سوه اتيا زرو تنو غوښتن ليکونه ورکړي دي چې له دې جملې څخه دوه سوه پنځه ويشت زره تنه غوښتونکي په شرايطو برابر وپيژندل شول .
نادري څرګنده کړه چې زيات شمير غوښتونکي دکابل ، هرات ، ننګرهار ، او دفارياب  له ولايتونو څخه دي او  دروزګان ، زابل ، غور او دقندهار ولايتونو دکموغوښتونکو لرونکي ولايتونه دي .
داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون رييس دغه راز څرګنده کړه هغه کسان چې په شرايطو برابر نه دي پيژندل شوي  درې ورځې دهيواد په مرکز کې او پنځه ورځې په ولايتونوکې وخت لري چې خپل شکايتونه ثبت کړي ددغو بستونو ازموينې دروان کال دسلواغې  دمياشتې له لومړيو وختو څخه دهېواد په مرکز  او ولايتونوکې پيليږي .
نادري ټينګار وکړ دغه کميسيون هڅه کوي چې دغوره سالاري  اصل په پام کې ونيول  شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته