سیاست

جمهوررئیس غني د شهید عبدالجبار قهرمان جنازې ته درناوی وکړ

 کابل باختر د  تلې ٢٦ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شهید عبدالجبار قهرمان جنازې ته چې پرون د هلمندولايت په مرکز لښکرګاه کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال په تروریستي پېښه کې شهید شو، درناوی وکړ.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛
جمهور رئیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې چې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، د شهید عبدالجبار قهرمان اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن موږ ټول د غم په ټغر ناست یوو، ځکه داسې بچی مو له لاسه ورکړی چې رښتینی قهرمان و او له وطن سره یې بېسارې مینه لرله او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې دغه مینه وپالله.
جمهور رئیس وویل، شهید قهرمان چې خاصه تقوا یې لرله د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې د دفاع لپاره مبارزه وکړه او خپل ژوند او وینه یې په دې  لاره کې قرباني کړل.
د هېواد جمهور رئیس د شهید قهرمان د شهادت له امله د ده کورنۍ او ملګرو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو، د ولسي جرګې استازو، د هلمند ولسونو او ټولو افغانانو ته تسلیت ووایه. هغه زیاته کړه، شهید قهرمان تل ځوانانو ته د وطن پالنې او ملي روحیه ورکوله او په نه شتون یې ټول خواشیني دي.
جمهور رئیس ټولو هېوادوالو ته په خطاب کې وویل، د شهید قهرمان د لارې او ارمانونو د پاللو لپاره باید ټول د ولسي جرګې ټاکنو کې په پراخ ګډون سره دغه ملي پروسه بریالۍ کړي.
ورپسې د شهید قهرمان د کورنۍ په استازیتوب رحمت الله د جمهور رئیس غني او ټولو هېوادوالو له خواخوږۍ او غمشریکۍ څخه په مننې وویل، شهید قهرمان تل د نظام د پایښت او د وطن د سرلوړۍ لپاره هلې ځلې کولې او په همدې برخه کې یې خپل ځان نذرانه کړ.
وروسته جمهور رئیس غني تر نظامي توپ پورې د شهید قهرمان د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وه او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدوله، ملتیا وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته