ورزش

د هندبال ملي ټيم دپاکستان له ټيم سره لوبه کوي

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
د آسيا د جنوب د هندبال دسياليو په دوام ټاکل شوې ده د هيواد د هندبال ملي ټيم نن مازيګر د پاکستان له ملي ټيم سره لوبه وکړي.
د بدني روزنې، سپورت او د اولمپيک د ملي کميټې د اطلاعاتو او دعامه پوهاوى د آمريت مسوولينو باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه سيالۍ چې دوه ورځې مخکې د هندوستان په کوربه توب د افغانستان پاکستان، نيپا، بنګله ديش او د هندوستان د ټيمونوترمنځ پيل شوې دي؛ د هيواد د هندبال ملي ټيم په لومړۍ لوبۀ کې د نيپال ټيم ته ماتې ورکړه.
په دغو سياليوکې چې يوه اوونۍ به دوام وکړي؛ د افغانستان اتوتنولوبغاړوګډون کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته